| د اتحاد افغان ګروپ لنډه پېژندنه |
| :زموږ په اړه |
| اتحاد افغان ګروپ | :نوم |
| 1983 | :د پرانستلو كال |
| عتيق الله احمد | :پرانستونكى: |
| |
اتحاد افغان ګروپ د ښاغلي عتيق الله احمدي په ابتكار په كال 1983 كال كې په افغانستان كې په كار پيل وكړ، نوموړى ګروپ د نړۍ په بېلابيلو ملكونو كې لكه افغانستان، امريكا، ډوبۍ، هندوستان، كوريا، پاكستان، چين، سينګاپور ، ايران او داسې نورو ملكو كې په بېلابېلو تجارتونو لكه ترانسپورت، بانكونه، صرافۍ، د كيكو فابريكه، د پلاستيكو فابريكه، د غير الكولي مشروباتو فابريكه، ساختماني كمپنۍ او دا ډول نورو كارونو كې بوخت دى چې دوهمه لويه نمائندګي يې په كال 1996 كې په ډوبۍ كې پرانستل.
ښاغلې عتيق الله احمدي د پورته يادو سوو كمپنيو څخه د اتحاد ډبل كولا كمپنۍ په كندهار ښار كې په كال 2005 كې پرانستل اتحاد ډبل كولا كمپنۍ د توليد فورموله د امريكا د متحده ايالاتو د ډبل كولا كمپنۍ څخه واردوي، د توليد او كيفيت سرټيفيكېټ يې هم د امريكې د ډبل كولا كمپنۍ څخه تر لاسه كړى، اتحاد ډبل كولا فابريكه چې يو پراخ جوړښت لري د سيمې د بېوزلۍ او بې كارۍ په له منځه وړلو كې يې كارنده رول لوبولى.
اتحاد ډبل كولا كمپنۍ د پيل سره سم په افغانستان كې د (ايسا) او تجارت د وزارت سره ثبت او په كار پيل وكړ.
|
| :زموږ موخه |
|
د يوه رښتيني احساس پر بنسټ زموږ د تجارتونو موخه په افغانستان كې د خپلو خلكو د ژوند د معيار لوړول او هغوى ته خدمت كول دي.
|
| :زموږ تګلاره |
|
موږ زياته هڅه كوو تر څو خپل بېوزله خلكو ته كار پيدا كړو او د هيواد ماركېټو ته پر معيار برابر مواد توليد كړو، زموږ هيله ده چې خپل ملت را پورته كړو او ملي او بين المللي سطحه د غير الكولي مشروباتو په برخه كې د يوه ځانګړي او ښه نوم ګټندويه سو، زموږ د پرېكړو پر اساس په نږدې راتلونكې كې به موږ د افغانستان ټوله ولايتونو ته خپل توليدات ورسوو او ماركېټ نور هم پراخه كړو.
|
| |
| |